تازه خبرونه ۱ اگست ۲۰۲۶

په کوټه ایوب اسٹیڈیم کې د کرکټ اکاډمۍ پرانیسته مینا مجید بلوڅ وکړه، د یوې شاندارې غونډې تابیا وشوه

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د کرکټ اکاډمۍ پرانیسته د لوبو او ځوانانو چارو صوبایي سلاکارې اغلې مینا مجید بلوڅ وکړه، په داسې حال کې چې د لوبو سکرټر دورا بلوڅ هم ورسره موجوده وه.
د بلوچستان حکومت د لوبو څانګې لخوا د ترمیم او اپ ګریډیشن وروسته د ایوب سپورټس کمپلیکس کې د بلوچستان سپورټس بورډ کرکټ اکاډمۍ په رسمي توګه پرانیستل شوه. پرانیسته د لوبو او ځوانانو چارو صوبایي سلاکارې مینا مجید بلوڅ د پټۍ په پرې کولو سره وکړه، په دې موقع د لوبو او ځوانانو چارو سکرټر دورا بلوڅ هم ورسره وه. په پرانیستونکې غونډه کې ایډیشنل سکرټر د لوبو سجاد اسلم، ډسټرکټ سپورټس آفیسر کوټه ارسلان خان، د اکاډمۍ روزونکی بشیر مګسي، د اکاډمۍ روزونکی ارباب شاکر او نورو چارواکو په ګډون د اکاډمۍ ګڼ شمېر لوبغاړو ګډون وکړ.
په دې موقع په خبرو کې د لوبو صوبایي سلاکارې مینا مجید بلوڅ وویل چې د بلوچستان حکومت ځوانانو ته د معیاري لوبو اسانتیاوې برابرولو لپاره عملي ګامونه اخلي. هغې وویل چې مونږ په پرله پسې توګه د کرکټ اکاډمۍ دوره وکړه او د موجوده ستونزو او اسانتیاوو تفصیلي جائزه مو واخیسته، چې وروسته د اکاډمۍ د ښه والي او اپ ګریډیشن پریکړه وشوه. د هغې په وینا په اکاډمۍ کې مخکې یوازې دوه کرکټ پیچونه موجود وو چې شمېر یې لس ته لوړ کړل شوی، په داسې حال کې چې په ټولو پیچونو کې د لوړ معیار جالونه هم لګول شوي دي. سربیره پردې د جامو بدلولو خونې او تشنابونه په بشپړه توګه ترمیم او فعال شوي دي، په فرش کې ټف ټایلونه لګول شوي، د څښلو پاکو اوبو لپاره د اوبو فلټریشن سیسټم نصب شوی او د بریښنا ستونزه هم حل شوې ده.
غونډې ته په وینا کې د لوبو سکرټر دورا بلوڅ وویل چې د بلوچستان کرکټرانو په هره کچه خپل غوره وړتیاوې ثابتې کړي دي. د لوبو څانګې اصلي موخه ځوانو لوبغاړو ته د عصري روزنیزو اسانتیاوو برابرول دي ترڅو په راتلونکي کې په ملي او نړیوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي. هغه دا هم ټینګار وکړ چې د ټولو صوبو لوبغاړو ته باید یو شان فرصتونه ورکړل شي او د بلوچستان بااستعداده کرکټرانو ته هم په ملي کچه پوره استازیتوب ورکړل شي.