مقامی ۲ اگست ۲۰۲۶

د خضدار په وډه سیمه کې ډزې، د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي

خضدار: د وډه په سیمه کې تېره شپه نامعلومو وسله‌والو ډزې کړې چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. پولیسو د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته مړي د وډه تدریسي روغتون ته لېږدولي او د پېښې د پلټنو لپاره یې قضیه ثبت کړې ده.