کوټه (وېب نيوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان د ولایتي عاملې غونډه د ګوند د صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي په مشرۍ د کوټې پرېس کلب کې ترسره شوه. د غونډې اساسي اجنډا په صوبه کې د ناامنۍ او ترهګریزو پېښو روان وضعیت و، چې ګډونوالو پرې تفصیلي بحث او د امنیتي حالاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
