کوټه (وېب نيوز) د پاکستان نېوي روشن خان او جهانګير خان سکوائش کمپلېکس کې د پي اېن فليټ کلب نړيوالې سکوائش اتلولۍ سيالۍ روانې دي، چې پکې د پاکستان عاصم خان، نور زمان، حمزه خان او ناصر اقبال د غوره لوبو په ترسره کولو سره کوارټر فاينل ته لاره وموندله. عاصم خان د هانګ کانګ مېتيو لې ته ۳-۱ ماتې ورکړه، نور زمان د برازيل ډياګو ګوبي په پرلهپسې درې ګېمونو کې مات کړ، حمزه خان د سويس ډيوډ برنېټ ته په سختې سيالۍ کې ۳-۲ بريا خپله کړه، او ناصر اقبال د مصر ياسين شودې ته ۳-۰ ماتې ورکړه او د سياليو وروستي اته پړاو ته يې لار وموندله.
