کوټه (وېب نيوز) د سورنج په سیمه کې د خصوصي سکرو کان له خونړۍ پېښې وروسته د ژغورنې عملیات شاوخوا ۴۵ ساعته وروسته بشپړ شول. د پي ډي اېم اې د معلوماتو له مخې، د ۱۶۰۰ فوټه ژور کان له ګڼ ملبې څخه د ټولو ۳۴ کانکیندونکو مړي راویستل شوي دي. ژغورونکو د څو سوه فوټه ملبې تر لرې کولو وروسته مړو ته لاسرسی وموند او عملیات یې په بریالیتوب پای ته ورسول.
