تازه خبرونه ۲ اگست ۲۰۲۶

ټرمپ د مراکش پاچا ته پر لوېدیځې صحرا د مراکش د حاکمیت د ملاتړ ډاډ ورکړ

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مراکش پاچا محمد شپږم ته په ځانګړي پیغام کې ډاډ ورکړی چې امریکا به پر لوېدیځې صحرا د مراکش د حاکمیت ملاتړ ته دوام ورکړي. د عربي رسنیو او د مراکش د شاهي ماڼۍ د بیان له مخې، ټرمپ د لوېدیځې صحرا په اړه د مراکش د خپلواکۍ دریځ یو ځل بیا تائید کړی او د سیمې لپاره یې د مراکش له خوا وړاندې شوې د ځان‌واک حکومت طرحه هم ملاتړ کړې ده. لوېدیځه صحرا د شمال لوېدیځې افریقا یوه لانجمنه سیمه ده چې د مراکش او پولیساریو جبهې ترمنځ پرې له کلونو راهیسې شخړه روانه ده.