کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان حکومت د امنيتي وضعیت له امله په ټول صوبه کې د ۱۵ ورځو لپاره د نایتروجني سرو پر لېږد، پېر او پلور بندیز لګولی دی. د رسمي اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې دغه سرې د چاودېدونکو توکو په جوړولو او تخریبي فعالیتونو کې له کارېدو مخه ونیول شي. بندیز پر یوریا، امونیم نایټریټ، کلسیم امونیم نایټریټ او ټولو نایتروجني سرو عملي کېږي. اړوندو ادارو او سوداګرو ته د پلور او سپارلو د درولو لارښوونه شوې او د موجوده زېرمو د بشپړ ثبت امر هم ورکړل شوی دی. حکومت ویلي چې بندیز به تر راتلونکو امرونو پورې نافذ وي او د سرو د خوندي او منظمې خرڅلاو لپاره به ژر معیاري کړنلارې هم اعلان کړي.
