بېله: د بېلې سیاسي، ټولنیزو او ولسي حلقو د نیشنل هېلت پروګرام د سپروایزرانو او لیډي هېلت ورکرانو له معاشونو څخه د میاشتني کسر په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د انټرنېټ د کمزورې شبکې له امله د آنلاین حاضري سیستم ناکام شوی دی. دوی ویلي، د انټرنېټ د ستونزو له کبله د کارکوونکو معاشونه کمول ظلم دی او له اړوندو چارواکو یې غوښتنه کړې چې په بېله کې د آنلاین حاضري سیستم ژر تر ژره لغوه کړي.
