کوټه (وېب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ضلعي کمېټې په غونډه کې د امنیتي وضعیت، د ولسي ستونزو او اقتصادي فشارونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوه. غونډې د اګست د پنځمې نېټې د احتجاجي مظاهرې د چمتووالي لارښوونه هم وکړه. ګوند له حکومت څخه وغوښتل چې د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي، په لویو لارو کې د مسافرو او ټرانسپورټ پر ضد بریدونه ودروي، د سورنج د کان پېښې بشپړې پلټنې وکړي او د قربانیانو کورنیو ته بېړنۍ مالي مرسته ورکړي. همدارنګه د برېښنا، ګاز، پاکو اوبو، ګراني او بېامنۍ ستونزو ته یې د عاجلې پاملرنې غوښتنه وکړه.
