تازه خبرونه ۳ اگست ۲۰۲۶

د سرو زرو بیې بیا لوړې شوې، یو توله طلا له ۴ لکه ۲۸ زرو روپیو واوښته

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان په ګډون ټول هېواد کې د سرو زرو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. د بلوچستان صرافه جیولرز اتحادیې له مخې د یوه توله سرو زرو بیه ۱۷۰۰ روپۍ لوړه شوې او نوې بیه یې ۴ لکه ۲۸ زره ۴۳۶ روپۍ ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د ۱۰ ګرامو سرو زرو بیه ۱۴۵۷ روپۍ لوړه شوې او ۳ لکه ۶۷ زره ۳۱۴ روپۍ شوې ده. په نړیوال بازار کې هم د سرو زرو بیه ۱۷ ډالره فی اونس لوړه شوې ده. سوداګر وايي چې نړیوال اقتصادي حالات، ګراني او د پانګوالو د خوندي پانګونې تمایل د بیو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.