کوټه (ویب نیوز): د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (ایف بي آر) د اوسپنې او فولادو د صنعت پر ټاکل شوو تولیدوونکو، میلټرونو، ری رولرونو او کمپوزټ یونټونو د برېښنا پر هر یونټ ۵ روپۍ سیلز ټیکس نافذ کړی دی. د ایف بي آر د نوي سیلز ټیکس عمومي حکم له مخې، اړوند د برېښنا وېش شرکتونه به دغه ټیکس د برېښنا په بیلونو کې راټولوي. دا نوی ټیکس پر هغو شرکتونو تطبیقېږي چې د اوسپنې د سکریپ واردولو اړوند ټاکلې شرطونه پوره کوي. ایف بي آر وایي، د دې اقدام هدف د فولادو په صنعت کې د مالیاتي نظام لا اغېزمن او شفاف کول دي، خو ورسره د فولادي محصولاتو د بیو د لوړېدو امکان هم څرګند شوی دی.
