تازه خبرونه ۷ اگست ۲۰۲۶

اوګرا د پټرولو بیه لوړه او د های سپیډ ډیزلو بیه کمه کړه

کوټه (ویب نیوز): اوګرا د پټرولیمي توکو نوې بیې اعلان کړې چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لیټر ۴ روپۍ او ۴۵ پیسې لوړه او د های سپیډ ډیزلو بیه ۲ روپۍ په هر لیټر کمه شوې ده. د نوې پرېکړې له مخې د پټرولو نوې بیه ۳۳۳ روپۍ او یوه پیسه په هر لیټر ټاکل شوې، په داسې حال کې چې د های سپیډ ډیزلو نوې بیه له کموالي وروسته ۳۸۳ روپۍ او ۸۶ پیسې په هر لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې سمدستي نافذې شوې دي.