اوګرا د پټرولو او ډېزلو د نویو بیو خبرتیا خپره کړې، چې له مخې یې د پټرولو په بیه کې د هر لیټر په سر ۲۷ پېسې زیاتوالی راغلی او نوې بیه یې ۳۳۷ روپۍ او ۷۸ پېسې ټاکل شوې ده، په همدې ډول د ډېزلو بیه د هر لیټر په سر یو روپۍ او ۶۴ پېسې لوړه شوې او نوې بیه یې ۳۶۴ روپۍ او ۷۰ پېسې ټاکل شوې ده، د یادونې وړ ده چې حکومت تر دې یوه ورځ وړاندې د ډېزلو په بیه کې د هر لیټر په سر ۳۲ روپۍ کموالی راوستی و۔
