کوټه(ویب نیوز) اوګرا د پټرول او ډېزل بیې لوړې کړې دي، د نوې خبرتیا له مخې د پټرولو په بیه کې د یو لیټر پر سر ۳ روپۍ او ۸۱ پېسې زیاتوالی راغلی چې له امله یې نوې بیه ۳۴۱ روپۍ او ۵۹ پېسې ټاکل شوې ده، په همدې ډول د های سپیډ ډېزل بیه هم د یو لیټر پر سر ۳ روپۍ او ۵۹ پېسې لوړه شوې او نوې بیه یې ۳۶۸ روپۍ او ۲۹ پېسې ټاکل شوې ده، د خبرتیا له مخې د پټرولیم محصولاتو نوې بیې به د اګست تر ۲۴مې نېټې پورې نافذې وي۔
