کوټه (ویب نیوز) د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په استانبول کې د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره لیدنه کړې، چې په ترڅ کې یې د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او کلتوري برخو کې د پاکستان او ترکيې د دوه اړخیزو اړیکو پر دوامدار پیاوړتیا او پراختیا خوښي څرګنده شوه. د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې دواړو مشرانو د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا په چوکاټ کې د شوې پرمختګ هرکلی وکړ او د دې شورا د راتلونکې غونډې د ژر ترسره کېدو موافقه یې وکړه. په لیدنه کې د سیمې او نړۍ د مهمو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې او د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وشو. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د پاکستان، ترکيې او سعودي عربستان لوړپوړي چارواکي به د ستراتیژیکې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي، چې د پاکستان په استازیتوب به مرستیال لومړی وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف او فیلډ مارشل عاصم منیر ګډون کوي.
