کوټه (ویب نیوز) انګلستان د لارډز ټیسټ په څلورمه ورځ پاکستان ته په ۱۹۴ منډو ماتې ورکړه او د درې ټیسټ لوبو په سیریز کې یې ۲-۰ پرېکنده برتري خپله کړه. انګلستان پاکستان ته د بریا لپاره د ۳۸۹ منډو هدف ورکړی و، خو پاکستانۍ لوبډله په دویمه پاڼۍ کې په ۱۹۴ منډو ټول وسوځېده. د پاکستان لپاره سعود شکیل ۹۷ منډې وکړې او خپلې پنځمې ټیسټ سلیزې ته یوازې درې منډې کم پاتې شو، په داسې حال کې چې شان مسعود ۲۶ منډې جوړې کړې. محمد رضوان ۳ او علي عثمان ۱۶ منډې وکړې، خو نورو لوبغاړو د پام وړ کارکردګي ونه کړه. د انګلستان له لوري اولي رابنسن په دویمه پاڼۍ کې څلور ویکټې واخیستې، جاش ټونګ او جوفرا ارچر هم مهمې ویکټې ترلاسه کړې. تر دې وړاندې انګلستان په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۸ منډې کړې وې چې ډېن لارنس ۵۴ منډې پکې جوړې کړې. د پاکستان له لوري محمد عباس غوره توپ اچونه وکړه او په ۵۷ منډو یې پنځه ویکټې واخیستې. د لارډز ټیسټ په لومړۍ پاڼۍ کې پاکستان یوازې په ۱۱۰ منډو ټول اوټ شوی و، په داسې حال کې چې انګلستان ۲۹۰ منډې کړې وې. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیم او وروستی ټیسټ به د سپټمبر په ۹مه د برمنګهم په ایجبسټن کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
