تازه خبرونه ۳۱ اگست ۲۰۲۶

د اقلیتي مشرانو له خوا د بلوچستان له والي سره لیدنه، د امریکا د سفر مبارکي

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د اګست ۳۱مه: د پخواني وفاقي وزیر خلیل جارج په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ (ن) د کوټې ښار د بېلابېلو اقلیتي سیمو سیمه ییزو چارواکو او مشرانو د بلوچستان له والي جعفر خان مندوخېل سره لیدنه وکړه او هغه ته یې د امریکا د بریالي سفر، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او مصنوعي ځیرکتیا په غونډه کې د ګډون او وینا مبارکي ورکړه. والي وویل چې په نړیوال فورم کې د پاکستان او بلوچستان استازیتوب او د ځوانانو غږ نړیوالې کچې ته رسول د ده لپاره ویاړ دی. هغه وویل چې په امریکا کې مېشت پاکستانیان له خپل هېواد سره ژوره مینه لري او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. ده زیاته کړه چې که څه هم زموږ قومونه، مذهبونه او سیمې بېلابېلې دي، خو موږ ټول پاکستانیان یو او د هېواد د پرمختګ لپاره یووالی، درناوی او ورورولي ضروري ده. صوبايي وزیر محمد خان لهړي او پخواني وفاقي وزیر خلیل جارج هم والي ته مبارکي ورکړه.