کوټه ( ورځپاڼه نوې ژوند) د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو پوځي بریدونو لړۍ یو ځل بیا پیل شوې ده. امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران دوه توغندیو توغوونکي په نښه کړي، په داسې حال کې چې ایران په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پر ملک حسین او الازرق پوځي اډو بالستیک توغندي ویشتلي دي. امریکايي چارواکو ویلي چې ایراني ځواکونو د هرمز تنګي پر لور د سمندري ماینونو لرونکو راکټونو د توغولو لپاره چمتووالی نیوه، له همدې امله دغه توغندیو توغوونکي په نښه شول. ایران ادعا کړې چې په امریکايي برید کې یو شمېر پوځي کسان او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. اردن ویلي چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخل شوي ۸ توغندي شنډ کړي، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې په امریکايي اډو د ایران په بریدونو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د جولای له وروستیو وروسته دا د مستقیمو پوځي بریدونو نوې لړۍ ده.
