تازه خبرونه ۳۱ اگست ۲۰۲۶

د مشر خبريال ظاهر خان ناصر مشر ورور عبدالله خان ناصر وفات شو، وزیراعلیٰ بلوچستان سياسي او ټولنيزو شخصيتونو د خواخوږۍ څرګندونه وکړه

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د مشر خبريال ظاهر خان ناصر مشر ورور عبدالله خان ناصر له اوږدې ناروغۍ وروسته تېره ورځ وفات شو. د هغه پر مړينه سياسي، ټولنيزو، خبريالانو او د ژوند د بېلابېلو برخو شخصيتونو د ژور خفګان او خواشينۍ څرګندونه کړې او له غمجنې کورنۍ سره يې د زړه له کومې خواخوږي کړې ده. د سنا مرستيال مشر سيدال خان ناصر،وزیراعلیٰ بلوچستان ،صوبايي وزيرانو مير ضياءالله لانګو، سليم خوسې، حاجي محمد خان لهړي او بخت محمد کاکړ د عبدالله خان ناصر پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او د مرحوم د روح د بخښنې او کورنۍ ته يې د صبر دعا کړې ده. د اسمبلۍ غړو سردار عبدالرحمن کېتران، شيخ زرک خان مندوخېل، فضل قادر مندوخېل او مير زابد علي ريکي هم له مشر خبريال ظاهر خان ناصر او د هغه له کورنۍ سره د زړه له کومې خواخوږي کړې ده. بېلابېلو دولتي چارواکو، لوړپوړو وکيلانو، سياستوالو، پوهانو، خبريالانو او د ژوند د نورو برخو کسانو هم د مرحوم پر مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده. په تعزيتي پيغامونو کې ويل شوي چې عبدالله خان ناصر يو ملنسار او بااخلاقه شخصيت و او مړينه يې د کورنۍ او خپلوانو لپاره نه جبرانېدونکی زيان دی. د مرحوم فاتحه به د ژوب ولسوالۍ د ناصراباد هديرې ته څېرمه په حاجي سعادت الله جومات کې دوام ولري، چې خپلوان، دوستان او د ژوند د بېلابېلو برخو کسان به پکې ګډون کوي.