مقامی ۳۱ اگست ۲۰۲۶

د پښتنو د ګډو ستونزو حل په ګډ سیاسي او نظري فکر کې دی، احمد خان

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د افغان قومي غورځنګ مشر احمد خان ویلي چې د پښتنو د ټولو ګډو ستونزو د حل لاره د پښتنو سیاستوالو له خوا د ګډ سیاسي او نظري فکر په خپلولو کې ده. نوموړي ویلي چې د پښتون قوم پر وړاندې د قومپالنې او مذهبي سیاست ترمنځ ټکر دغه قوم له سختو ستونزو او تباهۍ سره مخ کړی، نو پښتانه سیاستوال باید له خپلو اختلافاتو پورته ګډ او روښانه سیاسي دریځ خپل کړي. احمد خان وویل چې پښتانه افغانان له سختو حالاتو سره مخ دي او که سمه سیاسي لاره غوره نه شي، نو هم قومي او هم مذهبي سیاستونه به خپل سیاسي اغېز له لاسه ورکړي. هغه زیاته کړه چې د پښتنو پر وړاندې د ناسم سیاست له امله د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي او پښتانه سیاستوال باید د قومپالنې، مذهبي سیاست، تاریخ، جغرافیې او افغانیت بنسټیز مفاهیم په پام کې نیولو سره اغېزمنه سیاسي مبارزه وکړي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د پښتنو پرله‌پسې کمزوري کول، د هغوی پر طبیعي او اقتصادي سرچینو محدودیتونه لګول او اقتصادي کمزوري کول به ناوړه پایلې ولري.