کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیې د سفر پر مهال په استانبول کې د سعودي عربستان له دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان، د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان، دفاع وزیر او د ترکيې د لوی درستیز له مشر سره جلا جلا لیدنې وکړې. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، په دغو لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو، دفاعي همکاریو، ګډو ګټو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې. فیلډ مارشل عاصم منیر د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د جوړې شوې ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې په غونډه کې هم ګډون وکړ، چې پکې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او دفاعي همکاریو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وشو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، دغه لوړپوړي تماسونه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکې او د مخ پر ودې ستراتیژیکې او دفاعي همکارۍ څرګندونه کوي.
