هرنایي (ورځپاڼه نوې ژوند) د اګست ۳۱مه: د خوست اسسټنټ کمشنر اسرار احمد شاهواني د تنور اتحادیې له چارواکو سره غونډه وکړه او د اوړو د بیو په نظر کې نیولو سره یې د ډوډۍ نرخونه وڅېړل، چې وروسته په ګډه د ډوډۍ نوي مناسب نرخونه وټاکل شول. نوموړي وروسته له اصلي بازار څخه لیدنه وکړه او په دوکانونو، جنرل سټورونو، د سبزیو، مېوو او غوښې په دوکانونو کې یې د سرکاري نرخنامو موجودیت او عملي کېدل وکتل. هغه دوکاندارانو ته لارښوونه وکړه چې نرخنامې په ښکاره ځای کې ولګوي او له ټاکلي نرخ څخه د زیاتې بیې اخیستونکو پر ضد به سخته قانوني کارروایي کېږي.
