تازه خبرونه ۳۱ اگست ۲۰۲۶

هند د سند د اوبو تړون په یو اړخیز ډول نه شي ځنډولی یا لغوه کولی، نړیوالې منځګړیتوب محکمې پرېکړه

کوټه ( ورځپاڼه نوې ژوند) نړیوالې منځګړیتوب محکمې د سند د اوبو تړون په اړه په پرېکړه کې ویلي چې هند دغه تړون په یو اړخیز ډول نه شي ځنډولی او نه یې لغوه کولی، بلکې تړون لا هم په بشپړ ډول نافذ دی. محکمې ویلي چې هند د سند د اوبو تړون له مخې خپلو ټولو ژمنو ته پابند دی او د لویدیځو سیندونو پر سر د اوبو برېښنا پروژو د جوړولو او ډیزاین پر مهال باید د تړون شرایط مراعات کړي. محکمې د رټلې برېښنا پروژې د بند په اړه تر وروستۍ پرېکړې پورې له یوې ټاکلې کچې پورته د کانکریټي کارونو د درولو ترڅنګ د پروژې د ساختماني مهالویش د راپور ورکولو امر هم کړی دی. د پرېکړې له مخې، لنډمهاله محدودیتونه به د بې پرې کارپوه تر وروستۍ پرېکړې ۹۰ ورځې وروسته پورې دوام ولري او تمه ده چې وروستۍ پرېکړه د ۲۰۲۷ کال په جولای کې وشي. د پاکستان حکومت د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سند د اوبو تړون نه دی لغوه شوی او نه ځنډول شوی او هند د تړون له مخې خپلو مسؤلیتونو ته پابند دی.