تازه خبرونه ۳۱ اگست ۲۰۲۶

ټرمپ ایران ته د سخت ځواب ګواښ کړی، ایراني پوځ د بریدونو د سرچینو د په نښه کولو خبرداری ورکړی

کوټه ( ورځپاڼه نوې ژوند) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې د ایران له خوا پر امریکايي پوځي اهدافو د بریدونو په ځواب کې به سخت اقدام وکړي. بلخوا د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی چې که د ایران پر ضد د هر ډول برید لپاره د سیمې د هېوادونو خاوره، هوايي حریم یا پوځي تاسیسات وکارول شي، تهران به د دغو بریدونو سرچینې او مرکزونه هم په نښه کړي. د وروستیو څرګندونو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو اندېښنې پیدا شوې دي، په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره د احتیاط غوښتنه کوي.