مقامی ۳۱ اگست ۲۰۲۶

په نوشکي کې پر ۸ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او وهلو ټکولو ادعا، روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ

کوټه (یو اېن اې) د نوشکي ولسوالۍ د احمدوال په سیمه کې پر یوې ۸ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او وهلو ټکولو د ادعا شوې پېښې په اړه کورنۍ هغه د درملنې او طبي معایناتو لپاره د کوټې ملکي روغتون ته رسولې ده. پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه د کورنۍ د غوښتنې پر بنسټ د نوشکي په پولیسو مرکز کې قضیه ثبت شوې او د پېښې پلټنې روانې دي. د نجلۍ کورنۍ وايي چې د کوټې په ملکي روغتون کې د ډاکټرانو تر څارنې لاندې د نجلۍ طبي معاینه او اړوند قانوني چارې ترسره کېږي او د روغتون اداره او ډاکټران ورسره بشپړه همکاري کوي. د نجلۍ کورنۍ له د بلوچستان له اعلی وزیر او اړوندو لوړپوړو چارواکو څخه د انصاف غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په ادعا شوې پېښه کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونیول شي او قانوني چلند دې ورسره وشي. کورنۍ غوښتنه کړې چې د پېښې دې رڼې او بې پرې پلټنې وشي او مسوول کسان دې د قانون له مخې سختې سزا ته وسپارل شي، څو زیانمنې کورنۍ ته انصاف ورسېږي.