مقامی ۳۱ اگست ۲۰۲۶

په واشک کې د امنیتي ځواکونو بریالی استخباراتي عملیات، ۲ ترهګر ووژل شول

واشک (یو این اې) د بلوچستان د واشک په پلانتک سیمه کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲ ترهګر وژل شوي دي. امنیتي سرچینې وایي، وژل شوي ترهګر د ماشکیل پر پولیسو تاڼې او د ګمرک پر ودانۍ په ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرل. د عملیاتو پر مهال د ترهګرو موټر هم له منځه وړل شوی او د هغوی له ولکې څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي. د سرچینو په وینا، ترلاسه شوې وسلې او مهمات د بې وسه بلوڅ ولس د هدفي وژنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېدل. امنیتي سرچینو ټینګار کړی چې په بلوچستان کې د فتنې الهندوستان اړوندو ترهګرو د بشپړ له منځه وړلو پورې به د امنیتي ځواکونو عملیات بې له ځنډه دوام ولري.