مقامی ۳۱ اگست ۲۰۲۶

په کوټه کې د جنوبي پښتونخوا د پښتون قومي جرګې دوام، زرګونو کسانو ګډون کړی

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د جنوبي پښتونخوا د خلکو پښتون قومي جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سېکرټر نواب محمد ایاز خان جوګیزي په مشرۍ په کوټه کې روانه ده. دغه جرګه د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې نېټې په بنو کې د ترسره شوې تاریخي جرګې د پرېکړو، د جنوبي پښتونخوا د خراب او خطرناک امنیتي وضعیت او په زیارت، پښین، چمن، قلعه عبدالله، کوټه، دوکي او هرنايي کې د پښتنو د وژنو او ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر، په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» مشر محمود خان اڅکزي په لارښوونه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب ترسره کېږي. په جرګه کې د جنوبي پښتونخوا د سبي، موسیٰ خېل، شیراني، ژوب، لورالایي، دوکي، زیارت، هرنايي، قلعه سیف الله، قلعه عبدالله، چمن، پښین او کوټې له بېلابېلو سیمو څخه قبایلي مشران، سیاسي ګوندونو مشران، ټولنیز فعالان، علما، وکیلان، ښځې، د مدني ټولنې استازي او د ژوند د بېلابېلو برخو زرګونو کسانو ګډون کړی، چې شمېر یې له څلورو زرو څخه زیات ښودل شوی دی. د جرګې پیل د مولوي کلیم الله له خوا د قرآن کریم په تلاوت وشو، وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرانیستونکې وینا وکړه، په داسې حال کې چې د ګوند مرکزي عمومي سېکرټر عبدالرحیم زیارتوال د سټېج د نظامت چارې ترسره کړې. د جرګې په لومړۍ ورځ درې ناستې وشوې چې په ترڅ کې یې ګڼو قبایلي، سیاسي، مذهبي، ټولنیزو او نورو مشرانو ویناوې وکړې، په دویمه ورځ هم بېلابېلې ناستې ترسره شوې او ګڼو مشرانو او قومي مخورو خپل نظرونه وړاندې کړل. په جرګه کې د جنوبي پښتونخوا د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه هر اړخیز بحث روان دی. جرګه به د سپټمبر تر لومړۍ نېټې هم دوام ولري، چې په ترڅ کې به د جنوبي پښتونخوا قومي او سیاسي مشران خپلې وړاندیزونه وړاندې کړي او په پای کې به ګډ اعلامیه خپره شي.