کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د وزیراعلیٰ بلوچستان په لارښوونو د کوټې ضلعي انتظامیې د بلوچستان فوډ اتھارټۍ په ملتیا په میزن چوک کې د ماشومانو د فارمولا شیدو د غیر مجاز خرڅلاو او نورو سرغړونو پر ضد کارروائي وکړه. د مرستیال کمشنر سټي کوټه امیر حمزه تر څارنې لاندې په کارروائي کې ۸ مرکزونه وکتل شول، چې له ډلې یې ۶ مرکزونه د قوانینو او ټاکلو اصولو د سرغړونې له امله مهر کړل شول او ۶ کسان ونیول شول او زندان ته ولېږدول شول. د کارروائۍ پر مهال د فارمولا شیدو غیر مجاز خرڅلاو، د اړینو اسنادو نشتوالی، نامناسب نندارتون، لیبلنګ او د خوراکي خوندیتوب نورو سرغړونو ته کتنه وشوه. ضلعي انتظامیې او بلوچستان فوډ اتھارټۍ اعلان کړی چې د ماشومانو د فارمولا شیدو د غیر مجاز خرڅلاو او نورو سرغړونو پر ضد به کارروائۍ دوام ولري.
