مقامی ۱ ستمبر ۲۰۲۶

د اساسي قانون او قانون حاکمیت د پیاوړي پاکستان ضمانت دی، جمال شاه کاکړ

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) بلوچستان عمومي منشي او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ ویلي چې د اساسي قانون او قانون حاکمیت او د جمهوري ارزښتونو پیاوړتیا د یو مضبوط، باثباته او سوکاله پاکستان ضمانت دی. نوموړي د وکیلانو په یوه غونډه کې وویل چې وکیلانو تل د اساسي قانون د برلاسۍ، قانون د واکمنۍ او جمهوري نظام د ساتنې لپاره مهم رول لوبولی او اوس هم د قانون حاکمیت او عدالت د اصولو په پیاوړتیا کې مهمه دنده لري. هغه وویل چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) د اساسي قانون حاکمیت، د پارلمان پیاوړتیا او د جمهوري ادارو پر استحکام باور لري. جمال شاه کاکړ زیاته کړه چې د قانون له مخې باید له ټولو سره یو شان چلند وشي او د بلوچستان د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره سیاسي مشرتابه، وکیلان، مدني ټولنه او نورې برخې باید ګډ رول ولوبوي.