کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان تکواندو ټولنې درېیمه عمومي غونډه به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۵مه د ماسپښین په ۳ بجو د ایوب لوبغالي په فوټبال هاوس، کوټه کې ترسره شي. د ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د عمومي شورا ټولو غړو، اجرائیوي شورا او د ثبت شوو ضلعو مشرانو او منشیانو ته د غونډې د اجنډا له مخې د چمتووالي او پر ټاکلي وخت د ګډون سپارښتنه شوې ده. په غونډه کې به د ټولنې اړوند تنظیمي او نورو چارو په اړه بحث وشي. د غونډې په پای کې به د بلوچستان سپورټس بورډ له لوري ورکړل شوي د لوبو سامانونه په ثبت شوو ضلعو کې ووېشل شي.
