مستونګ (وېب نیوز) د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لار د چوتو په سیمه کې نامعلومو کسانو د چاودېدونکو توکو له لارې د چوتو زړې فابریکې ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ودانۍ سخت زیانمنه او د نږدې کورونو ښیښې ماتې شوې. پولیسو ویلي چې په پېښه کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. امنیتي ادارو سیمه محاصره کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
