چاغي (وېب نیوز) د چاغي ولسوالۍ د چارسر سیمې ترڅنګ پر اېن-۴۰ لویه لار وسله والو کسانو د لارې بندولو وروسته له کوټې څخه د دالبندین پر لور روانې دوه ملکي لارۍ ودرولې او اور یې ورته واچاوه. د سرچینو په وینا، وسله وال پر موټرسایکلونو سپاره وو او شمېر یې له ۷ تر ۸ کسانو پورې ښودل شوی دی. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمې ته پرمختګ کړی او د سیمې د پاکولو او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په پېښه کې تر اوسه د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
