کوټه (وېب نیوز) حکومت د پټرول بیه پرلهپسې درېیمه او د ډیزلو بیه پرلهپسې دویمه ورځ لوړه کړې ده. د پټرولیم څانګې د خبرتیا له مخې پټرول په لیټر کې ۲ روپۍ او ۲۹ پېسې او ډیزل ۱ روپۍ او ۱۱ پېسې ګران شوي، چې له دې وروسته د پټرول نوې بیه ۳۴۶ روپۍ او ۱۶ پېسې او د ډیزلو بیه ۳۷۲ روپۍ او ۳ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې به د سپټمبر د ۳مې نېټې له شپې ۱۲ بجو څخه عملي شي.
