کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان ټیکوانډو ټولنې درېیمه عمومي شورا غونډه د سپټمبر پر ۵مه د کوټې په ایوب سټېډیم کې د فوټبال هاوس په ودانۍ کې د صوبايي صدر علي احمد رېکي په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د بلوچستان د بېلابېلو ثبت شوو ضلعو او کلبونو چارواکو، د عمومي او صوبايي شورا غړو ګډون وکړ. په غونډه کې د تېرې غونډې د پرېکړو منظوري، د صوبې او ضلعو د فعالیتونو راپورونه، په راتلونکي کال کې د بېلابېلو ضلعو او صوبې په کچه د فعالیتونو پلان او د بلوچستان ټیکوانډو ټولنې اړوند مسایلو په اړه تفصیلي بحث وشو او پرېکړې وشوې. د چاغي ټیکوانډو له لوري د یوه صوبايي اسمبلۍ غړي په سپانسرۍ په نړیوالو سیالیو کې د اتو لوبغاړو د ګډون، په نوشکي او خضدار کې د صوبايي کچې سیالیو د ترسره کولو، د ټیکوانډو د ودې لپاره د کوکیوان پروموشن ټېسټ او د پاکستان ټیکوانډو فدراسیون او بلوچستان سپورټس بورډ د کوچینګ کورسونو په اړه هم بحث او پرېکړې وشوې. په غونډه کې د صوبايي اجرائیوي شورا د شپږو خالي څوکیو لپاره د بېلابېلو کسانو د نوماندۍ منظوري هم ورکړل شوه. د غونډې وروسته د بلوچستان ټیکوانډو ټولنې له لوري د صوبې اته ضلعو ته د ټیکوانډو د سامان او کټونو د وېش مراسم ترسره شول، چې د پاکستان سپورټس بورډ بلوچستان ډایرکټر عمران یوسف ځانګړی مېلمه و او د اته ضلعو صدرانو او سیکرټرانو ته یې سامانونه ووېشل. عمران یوسف وویل، دا لومړی ځل دی چې په بلوچستان کې ټیکوانډو د ګراس روټ کچې پر فعالیتونو تمرکز کوي او کلبونو او ضلعو ته د سامان وېش به د دې لوبې د ودې او پرمختګ لپاره مثبتې پایلې ولري. په دې موقع د بېلابېلو ضلعو ګډونوالو د بلوچستان ټیکوانډو ټولنې سره د ګډ کار هوډ څرګند کړ او د محدودو امکاناتو باوجود یې ضلعو ته د سامان وېش مهم ګام وباله، ځکه د دوی په وینا له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې ورته د دې ډول اسانتیاوو نشتوالی و. ګډونوالو د بلوچستان ټیکوانډو ټولنې د صوبايي صدر علي احمد رېکي او د پاکستان ټیکوانډو فدراسیون د صدر کرنل نبیل احمد رانا پر مشرتابه بشپړ باور څرګند کړ.
