تازه خبرونه ۸ ستمبر ۲۰۲۶

د آل پاکستان وزیر اعلیٰ بلوچستان فوټبال ګولډ کپ د سپټمبر پر ۲۰مه پیلېږي

کوټه (وېب نیوز) ـ د فوټبال مینه والو لپاره ښه خبر، د شپږم آل پاکستان وزیر اعلیٰ بلوچستان فوټبال ګولډ کپ د پیل نېټه اعلان شوه. د لوبو او ځوانانو چارو د بلوچستان سیکرټري درا بلوچ په مشرۍ په شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د فوټبال ګولډ کپ به د سپټمبر پر ۲۰مه په رسمي ډول پیل او پایلوبه به یې د اکتوبر پر ۵مه ترسره شي. په غونډه کې د لوبو عمومي مشر یاسر بازئي، مرستیال مشر محمد اصف لانګو او د بلوچستان فوټبال ټولنې چارواکو ګډون کړی و. د غونډې پر مهال د ټورنمنټ د مهالویش، چمتووالي، ټیمونو، لوژستیک، د لوبغاړو او چارواکو د استوګنې او نورو انتظاماتو تفصیلي جاج واخیستل شو. پرېکړه وشوه چې د بلوچستان فوټبال ټولنه به د پاکستان ټولو مشهورو او غوره فوټبال ټیمونو ته په ټورنمنټ کې د ګډون رسمي بلنې واستوي او د غوره ټیمونو د ګډون د یقیني کولو مسؤلیت به هم ورسره وي. د لوبو سیکرټري درا بلوچ وویل چې د آل پاکستان وزیر اعلیٰ بلوچستان فوټبال ګولډ کپ د هېواد له مهمو فوټبال سیالیو څخه دی او په بلوچستان کې د فوټبال د ودې لپاره مهم رول لري. نوموړي وویل چې په دې سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ټیمونه او تکړه لوبغاړي په یوه میدان کې راټولېږي او موخه یې په صوبه کې د فوټبال وده، تکړه لوبغاړو ته په ملي کچه د خپلو وړتیاوو د څرګندولو زمینه برابرول او د پاکستان د فوټبال پر نقشه د بلوچستان لا څرګندول دي.