تازه خبرونه ۸ ستمبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د زده کړې لپاره انقلابي ګامونه؛ 3800 تړل شوي ښوونځي فعال، 7 لکه 68 زره ماشومان بېرته داخل شول

کوټه (سید سردار محمد خوندئی) په بلوچستان کې د زده کړې د پرمختګ لپاره انقلابي ګامونه روان دي۔

د نړیوالې سواد ورځې په پرتمین موقع د بلوچستان د پوهنې ریاست په صوبه کې د تعلیمي انقلاب د هوډ بیا تکرارولو سره تاریخي ګامونو اعلان کړی دی۔

د بلوچستان د پوهنې سکرټر لعل جان جعفر لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د صوبايي حکومت لومړی لومړیتوب هر ماشوم ته قلم او کتاب ورکول دي، ځکه چې زده کړه یوازې حق نه دی بلکې د راتلونکو نسلونو د پرمختګ ضمانت دی۔

د پوهنې ریاست د راپور له مخې په دې لړ کې څلور لوی انقلابي ګامونه اخیستل شوي دي:
د تړل شویو ښوونځیو بیا فعالول:
په ټوله صوبه کې د اوږدې مودې راهیسې تړل شوي 3,800 دولتي ښوونځي بېرته فعال شوي دي، چې له امله یې زرګونو زده کوونکو ته په خپل کلي او سیمه کې د زده کړې اسانتیا برابره شوې ده۔

د ښوونځي ته د بېرته راستنیدو په کمپاین کې ریکارډ بریا: په ټوله صوبه کې د ځانګړي کمپاین په پایله کې ریکارډ 7 لکه 68 زره څخه زیات له ښوونځي څخه بهر ماشومان بېرته د علم رڼا سره وصل شوي دي۔

په میرټ 15,000 ښوونکو د معیاري زده کړې د یقیني کولو لپاره په شفافه او د میرټ پر بنسټ 15 زره نوي ښوونکي کولو پروسه بشپړه شوې ده۔
د عصري دور سره همغږي: د دودیزې زده کړې تر څنګ زده کوونکو ته د ډیجیټل دور د غوښتنو سره سم په نصاب کې آی ټي او عصري ټیکنالوژي شامله کړل شوې ده۔
په دې موقع د پوهنې سکرټر لعل جان جعفر وویل چې “د پوهنې څانګه باید یو مقدس فرصت وګڼل شي او په دې هوډ سره کار وکړو چې د قام ماشومان په عصري دور کې د علم په زیور سمبال شي او په عصري ټیکنالوژۍ پوره خبر وي۔ په دې بنسټ موږ باید د دې کار د لا پرمختګ او ښه والي لپاره خپل بشپړ رول ولوبوو۔
هغه زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت شعار دی “زده کړه د ټولو لپاره، روښانه بلوچستان د ټولو سره” او د دې روښانه راتلونکي لپاره به ټولې سرچینې په کار واچول شي۔