کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د څلور لوبو د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د انګلستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ۱۷۷ منډو ماتې ورکړه او په لړۍ کې یې یو د صفر پر وړاندې مخکې توب ترلاسه کړ. پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۲ منډې جوړې کړې، عثمان خان ۱۵۱ او لوبډلمشر فرحان یوسف ۱۱۵ منډې وکړې، چې دواړو د درېیمې ویکټې لپاره د ۲۶۸ منډو ریکارډ ملګرتیا جوړه کړه. د هدف په تعقیب کې د انګلستان د ۱۹ کلنو لوبډله په ۱۵۵ منډو وسوځېده، د پاکستان له لوري محمد صیام د ۳۹ منډو په بدل کې ۴ ویکټې واخیستې.
