کوټه (ویب نیوز) د ایجبسټن ټېسټ د دویمې ورځې لوبه پای ته ورسېده، انګلستان د خپلې لومړۍ پاڼۍ ۴۵۳ منډو په ځواب کې پاکستان په دویمه پاڼۍ کې د ۱۲ اعشاریه ۴ اورونو په لوبولو سره د دوو ویکټو په زیان ۵۲ منډې کړې دي او د اننګز له ماتې د ژغورلو لپاره ورته لا هم ۲۶۸ منډې اړینې دي. د پاکستان د دویمې پاڼۍ پیل ډېر خراب و، صایم ایوب په لومړي توپ او عبدالله شفیق په څلورم توپ پرته له منډې جوړولو وسوځېدل، خو اذان اویس په ۲۹ او شان مسعود په ۲۱ منډو ناسوځېدلي پاتې شول. تر دې مخکې انګلستان خپله نیمګړې لومړۍ پاڼۍ له ۱۵۴ منډو او د څلورو لوبغاړو له سوځېدو څخه پیل کړه او ټوله لوبډله په ۸۹ اورونو کې پر ۴۵۳ منډو وسوځېده. د انګلستان له لوري هېري بروک ۷۵، ډېن لارنس ۶۵، جیمي سمیت ۶۹ او اولې رابنسن ۵۰ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري خپل لومړی ټېسټ لوبه کوونکي رضا الله په ۱۴۸ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې واخیستې او محمد علي او عمران رندهاوا دوه، دوه ویکټې ترلاسه کړې. د باران له امله د دویمې ورځې لوبه له ټاکلي وخت څخه ۲۷ اعشاریه ۲ اورونه مخکې پای ته ورسېده.
