تازه خبرونه ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د ډیزلو او پټرولو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

کوټه (ویب نیوز) وفاقي حکومت د پټرولیمي توکو نوې بیې اعلان کړې دي چې له مخې یې د ډیزلو بیه په هر لیټر کې ۵ روپۍ او ۳۷ پېسې او د پټرولو بیه ۳ روپۍ او ۵ پېسې لوړه شوې ده. د بیو له لوړوالي وروسته د پټرولو نوې بیه په هر لیټر ۳۷۰ روپۍ او ۸۰ پېسې او د ډیزلو بیه ۳۹۸ روپۍ او ۴ پېسې ټاکل شوې ده. نوې بیې به د سپټمبر له ۱۱مې نېټې څخه نافذې وي.