کوټه (ویب نیوز) د آل پاکستان فېډرېشن آف ټرېډ یونینز مرکزي مشر محمد رمضان اڅکزي د سورینج کول ماینز په پېښه کې د وژل شویو ۳۶ کانکیندونکو له کورنیو سره د ځینو کاغذي او جعلي کارګرې ادارو د لیدنو او هغوی د څو لکو روپیو په بدل کې له د ماینونو له مالکانو سره جوړجاړي ته د هڅولو هڅې وغندلې او ویې ویل چې د شهیدانو کورنیو ته دې قانوني معاوضه او دیت ورکړل شي او د کانونو د پېښو شفافې پلټنې دې وشي. نوموړي وویل چې د بلوچستان عالي محکمې په دې قضیه کې د جدي جرمونو د پولیسو د افسر له خوا د پلټنو امر کړی او د سپټمبر پر ۱۷مه به له محکمې وغوښتل شي چې اصلي وارثان محکمې ته راوبولي، څو پرې د جوړجاړي لپاره فشار ختم شي. هغه زیاته کړه چې د کانکیندونکو د حقونو ساتنه به د سوداګرۍ پر ځای د هغوی د ژوند او قانوني حقونو د خوندیتوب له لارې کېږي.
