کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړو د پټرولیم محصولاتو د بیو پرلهپسې زیاتوالي سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د شپې په تیاره کې د بیو زیاتول د حکومت لوټ دی او د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب بیه له پاکستاني ولس څخه اخیستل کېږي. د نیشنل ګوند صوبايي مشر رحمت صالح بلوچ، د عوامي نیشنل ګوند زمرک خان اڅکزي، د جمعیت علما اسلام د اسمبلۍ غړي میر زابد علي ریکي او مولانا نورالله ویلي چې ولس له وړاندې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د پټرولیم بیو لوړول به ستونزې نورې هم زیاتې کړي. هغوی له حکومته د خپلو پرېکړو د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې که ولس د خپلو حقونو، بې عدالتۍ او استحصال پر ضد میدان ته راووت، نو د واکمنانو او هغوی ته د واک رسوونکو لپاره به هم حالات ستونزمن شي.
