کوټه(ویب نیوز) د هند ښځینه لوبډلې د اسیا کپ فاینل له ګټلو وروسته د اسیايي کرکټ شورا له مشر او د پاکستان کرکټ بورډ له رئیس محسن نقوي څخه د ټرافي اخیستو انکار کړی دی. د دوبۍ کرکټ لوبغالي کې د پای مراسمو لپاره محسن نقوي او د اسیايي کرکټ شورا نور چارواکي پر سټېج موجود وو، خو د هند لوبډله د ټرافي اخیستو لپاره له ډریسنګ روم څخه مراسمو ته رانه غله.
