تازه خبرونه ۱۴ ستمبر ۲۰۲۶

د پټرول او ډیزلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

کوټه(ویب نیوز) په هېواد کې د پټرول او ډیزلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. د اوګرا د نوي خبرتیا له مخې، د پټرول بیه په هر لیټر کې ۴ روپۍ او ۴۲ پېسې او د ډیزلو بیه ۶ روپۍ او ۱۰ پېسې لوړه شوې ده. له زیاتوالي وروسته د پټرول نوې بیه ۳۸۰ روپۍ او ۲۴ پېسې او د ډیزلو بیه ۴۰۹ روپۍ او ۴۲ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. د خبرتیا له مخې نوې بیې به د سپټمبر د ۱۵مې لپاره د نن شپې له ۱۲ بجو څخه عملي کېږي.