تازه خبرونه ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

پاکستان انډر ۱۹ لوبډلې انګلستان ته په ۲۰۰ منډو ماتې ورکړه، سیریز یې وګټله

کوټه(ویب نیوز) پاکستان انډر ۱۹ لوبډلې انګلستان انډر ۱۹ لوبډلې ته په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۰۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د څلورو لوبو سیریز یې د ۱-۳ په پایلې سره وګاټه. پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ۴ ویکټو په زیان یې ۳۵۰ منډې جوړې کړې. کپتان فرحان یوسف ۸۰ منډې ناسوځېدلی پاتې شو، په داسې حال کې چې عثمان خان او جهانګیر بلال ۷۹،۷۹ منډې وکړې. د ۳۵۱ منډو هدف په تعقیب کې د انګلستان انډر ۱۹ ټوله لوبډله په ۱۵۰ منډو وسوځېده. د پاکستان له لوري احمد حسین د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ ویکټې واخیستې.