کوټه(ویب نیوز) پاکستان په هند کې د ترسره کېدونکې د اسیا هاکي اتلانو ټرافي په سیالیو کې د خپلو لوبو له ترسره کولو انکار کړی او غوښتنه یې کړې چې دغه لوبې دې په بې پرې ځای کې ترسره شي. د پاکستان هاکي فدراسیون مشر محی الدین واني ویلي چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله یې له اسیا هاکي فدراسیون څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان لوبې بې پرې ځای ته ولېږدول شي، ځکه پاکستان د خپلو لوبغاړو لپاره خوندي او مناسب چاپېریال غواړي. نوموړي وویل چې پاکستان د هند په ګډون د ټولو هېوادونو پر وړاندې لوبو ته چمتو دی او پر دې اصل ولاړ دی چې ورزش باید له سیاست څخه لرې وساتل شي. محی الدین واني هیله څرګنده کړه چې د اسیا هاکي فدراسیون به د پاکستان وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي. د اسیا هاکي اتلانو ټرافي سیالۍ د اکتوبر له ۲۷مې نېټې څخه په هند کې ټاکل شوې دي.
