تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

امارات د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ

ابوظبي(ویب نیوز) متحده عربي اماراتو د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی او له دواړو هېوادونو یې د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده. د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش ویلي چې د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ هم مستقیمو خبرو ته اړتیا ده او د سیمې د راتلونکي، ثبات او پرمختګ په اړه باید خبرې وشي. نوموړي ویلي چې د اوږدې جګړې وېره لا هم شته، خو ډیپلوماسي به د سیمې راتلونکی ټاکي. انور قرقاش زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د ایران مشرتابه ته رسول شوی و.