کوټه(ویب نیوز) امریکايي رسنیو د سپینې ماڼۍ ته د خبریالانو د ننوتلو پر محدودیتونو د اعتراض په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې پر ضد د دعوې کولو اعلان کړی دی. د ورکړل شوي راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د سياېناېن، اېماېساېنبيسي او پولیټیکو د خبریالانو پر ننوتلو محدودیت لګولی، په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ پر دغو رسنیزو ادارو د ناسم خبرونو د خپرولو تور لګولی دی.
