تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

د نتانیاهو د مېرمنې په ملتیا د مسجد الاقصیٰ ترڅنګ د تونلونو لیدنه، پر ټولنیزو رسنیو غبرګونونه

کوټه(ویب نیوز) د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خپلې مېرمنې سره یوځای د بیت المقدس د زاړه ښار او د مسجد الاقصیٰ کمپاونډ ترڅنګ د ځمکې لاندې تونلونو څخه لیدنه کړې ده. د ورکړل شوي راپور له مخې، نتانیاهو د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی مقدس ځای ته نږدې دي او تل به هلته وي، چې وروسته نوموړي او مېرمنې یې په یوه مذهبي مراسمو کې ګډون کړی. د دې لیدنې په اړه پر ټولنیزو رسنیو بېلابېل غبرګونونه څرګند شوي او ځینو کاروونکو د مسجد الاقصیٰ په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.