کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، متقابلې همکارۍ او سیمهییز وضعیت خبرې وشوې. ایراني ولسمشر د پاکستان او ایران ترمنځ د دوامدارو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه کولای شي د سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړي. محسن نقوي وویل چې پاکستان د سوداګرۍ، اقتصاد، سیاحت، سیاست، کلتور او ساینس په برخو کې له ایران سره د همکارۍ پراخولو ته ژمن دی. تر دې مخکې نوموړي د ایران له کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني سره هم لیدلي وو، چې په ترڅ کې یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزې سولې او ثبات په اړه خبرې شوې وې.
