کابل(ویب نیوز) د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د تېرې شپې د ادعا شویو هوايي بریدونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي. مجاهد ویلي چې په کونړ کې پر ملکي ځایونو د بریدونو له امله یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې په پکتیکا کې پر یوه کور او یوه دوکان برید شوی، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان پوځي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو لپاره دغه ډول اقدامات کوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، بریدونه د کونړ په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې شوي دي.
